یوناما له ملګرو ملتونو غوښتني چې د اقلیمي بدلونه په اړه جوړیدونکې ناستې ته دې د طالبانو حکومت استازي هم وغوښتل شي.
دغه اداره وايي، د اقلیمي بدلون په ناستو کې چې د ملګرو ملتونو لهخوا جوړېږي باید د افغانستان د خلکو غږ هم واورېدل شي.
یوناما په خپله اېکس پاڼه لیکلي:« له هغه ځایه چې افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه سخت اغېزمن شوی؛ نو په کار ده، چې د اقلیمي بدلون په نړۍواله ناسته کې هم له افغانستانه استازی وروبلل شي.»
په پام کې ده، چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۲۹م کنفرانس چې د «کوپ ۲۹» په نامه هم یادېږي، د راتلونکي نومبر په میاشت د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړ شي.
تیر کال په دغه کنفرانس کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.