په سعودي عربستان کې یو هنرمند د سیاسي کاریکاتور جوړولو له مخې په ۲۳ کاله بند محکوم شوی.
د سعودي محکمې ویلي چې د دغه هنرمند کاریکاتورونه د هېواد مشرتابه ته سپکاوی ګڼل شوی.
ددغه هنرمند د هویت په اړه تر اوسه رسنیو سره مالومات ندي شریک شوي.
بل پلو د بشري حقونو ډلې ایمنسټي انټرنېشنل ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د سعودي قضایه قوې “په ټولنیزو رسنیو کې لسګونه کسان د خپلو څرګندولو له امله په اوږدمهاله بند محکوم کړي دي.”