افغانستانخبرونه

د ښځو شنبه ارغواني: د ښځو پر زده کړو بندیز د جنسیتي برابر له پاره ستر خنډ دی

د ښځو شنبه ارغواني غورځنګ په هیواد کې د ښځو پر وړاندې د زده کړو بندیز د جنسیتي برابرۍ په برخه کې ستر خنډ بللی.

دغه غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د بشري حقونو د بنسټونو له فشارونو سره سره؛ د طالبانو لخوا د لګول شوي دغه بنديز په اړه د نړيوالې ټولنې چلند «په اندېښمنونکې توګه» نرم شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د پرېکنده اقدام نشتوالی نه یوازې طالبان زړور کوي؛ بلکې  په نړۍ کې د ښځو د حقونو د لومړیتوب په اړه د اندېښنې وړ پیغام لري.»

په افغانستان کې طالبانو بیا واکمنیدو سره د ښځو په تعلیم او کار بندیزونه ولګول شول چې دغه چاره د طالبانو له لورې لنډمهالې یاده شوه، خو اوس دادی يو زرو ١٢٣ ورځې تیرې شوي مګر لا هم د ښځو پر وړاندې د تعلیم او کار له پاره نه طرحه وړاندې شوې او نه کومه تمه شته چې په زده کړو او کار لګیدلي بندزونه دې پای ته ورسیږي.