د حزب الله ډلې له لورې درې بې پيلوټه الوتکې اسرئیلو ته لېږل شوي چې یوه یې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په کور غورځېدلې ده.
د سیمي لومړني عکسونه څرګندوي چې د نتنیاهو کور امنیتي ځواکونو قلعه بند کړی او څو امبولانسونه هم ولاړ دي.
عبري رسنیو راپور ورکړی چې د نتانیا ولایت په شمال القساریه ښار کې یوه بې پیلوټه الوتکه د اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په کور غورځېدلې او کور ته یې زیان هم اړولی دی.
اسرائیلي چارواکو هم ویلي چې د لبنان له اړخه درې بې پیلوټه الوتکې ورغلي، دوه یې په سرحد کې له منځه وړل شوي خو یوې یې د لومړي وزیر نتنیاهو تر کوره ځان رسولی دی.