خبرونهنړۍ

پاکستان کې څلور نور ماشومان پر ګوزڼ ناروغۍ اخته شوي

د پاکستان د روغتيا ملي ادارې ويلي، په بلوچستان او خیبرپښتنخوا کې څلور نور ماشومان د ګوزڼ پر ناروغۍ اخته شوي دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د روغتيا په ملي اداره کې د پوليو ځانګړي لابراتوار د څلورو ماشومانو په وينه کې د پوليو ويروس تصديق کړی دی، ورسره په دغه هیواد کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر په روان ۲۰۲۴ کال کې تراوسه ۳۷ ته رسیدلی دی.

د روغتيا ملي ادارې د اکتوبر پر ۱۸ (تلې ۲۷) پر خپله وېبپاڼه په خپور شوي بيان کې ويلي چې ګوزڼ وهلو ماشومانو کې درې د بلوچستان ايالت او يو د خيبر پښتونخوا ايالت اوسیدونکي دی.

بيان کې راغلي، په بلوچستان کې اغېزمن شويو دريو ماشومانو کې د پښین ولسوالۍ یوه ماشومه ده چې د سپټمبر پر ۲۵ (تلې ۴) يې په بدن کې د پوليو نښې ښکاره شوې. بل خوا د چمن ولسوالۍ په يو ماشوم کې د سپټمبر پر ۲۸ (تلې ۷) او د نوشکي ولسوالۍ په يو ماشوم کې بيا د سپټمبر پر ۲۶ (تلې ۵) د ګوزڼ نښې ښکاره شوې دي.

پر دې سربېره د خيبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې په يوې ماشومې کې د سپټمبر پر ۲۹ (تلې ۸) د پوليود ناروغۍ نښې ښکاره شوې وې.