افغانستانخبرونه

په جوزجان کې د ټرافیکي پېښه له امله دولسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بلخ جوزجان په لویه لار ټرافیکې پېښه رامنځته شوې چې له امله یو کس مړ او نږدې یولس نور ټپیان دي.

دغه پېښه د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي رسنیو ته ویلي، دغه پېښه پرون مازیګر هغه وخت وشوه، چې یو موټر د ډېر سرعت له کبله له یوې ریکشا سره وجنګېد.

د نوموړې په وینا په دغه پېښه کې یو تن مړ دی او یولس نور ټپيان دي، چې ټپیان د درملنې له پاره روغتون ته لېږدول شوي.