د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالي وایي، د سوالګرو راټولولو کمېټې تېرو دوو کلونو کې له ۶۲ زرو ډېر سوالګر د هېواد له ګوټ ګوټه را ټول کړي دي.
اقتصادي مرستیالۍ ویلي، له دې شمېرو نږدې ۲۸ زره د مرستو مستحقین و، څه باندې ۳۱ زره مسلکي سوالګر او پاتې نور هم بې سرپرسته ماشومان او روږدي کسان و.
د اقتصادي مرستیالۍ د مالوماتو لمخې، ډېر دغه سوالګر (۵۸ زره او ۸۴۱ تنه) له کابل او کم یې هم (۲۷ تنه) له نیمروز راټول شوي دي.