د طالبان ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، غور ولایت کې یې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړي او په پایله کې یې د دغې ډلې دوه مهم غړي وژل شوي او ځینې یې ژوندي نیول شوي دي.
مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه ډله په غور، کابل او باميانو کې هم په يو لړ بریدونو کې دخيل وو.
ده ویلي چې د دغو عملیاتو پر مهال د یادې ډلې ځینې غړي ژوندي نیول شوي او پر خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی.
مجاهد لیکلي: «متأسفانه چې دا ګروپ هم په بلوچستان کې د داعش له مرکزونو څخه مستقیما رهبري کیده همدا راز دوی خپل ټولبريدونه په بلوچستان کې د داعش د خراسان څانګې د رهبرۍ په مستقيمه لارښوونه ترسره کول، د دوی يو شمير نور ملګري هم بلوچستان ته د تيښتې په حال کې په لاره نيول شوي دي.»
د اسلامي امارت ویاند لیکلي له نیول شویو کسانو څخه يوه اندازه وسله، مهمات، لاسي بمونه او منفجره توکي هم نیول شوي دي.