افغانستانخبرونه

ملي او مسلکي پوځیانو ټولنه: ملګري ملتونه دې د طالبانو له لورې د پخوانیو پوځيانو د ژونو مخنیوی وکړي

د افغانستان د ملي او مسلکي پوځیانو ټولنې له نړیوالو غوښتي چې د طالبانو لخوا د پخوانیو پوځیانو د نیولو او شکنجه کولو د مخنیوي په موخه دې په طالبانو فشار راوړي.

 دغه ټولنې د یوې اعلامیې له مخې چې رسنیو سره یې شریکه کړې لیکلي، د پخواني حکومت پوځيان په دوامداره توکه د طلبانو له نیولو او شکنجه کولو سره مخ دي.

په اعلامیه کې راغلي، معتبرو رسنیو او یوناما هم په وار وار د پخوانیو پوځیانو پروړاندې د طالبانو د غیر انساني او غیر اسلامي چلند په اړه راپورونه خپاره کړي.

دوی د بشر حقونو له څار بنسټونو او ملګرو ملتونو غوښتي، چې د پخوانیو پوځيانو د وژنو د مخنیوي لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

یادې ټولنې ندي ویلي چې تر اوسه څومره افغان پوځیان د طالبانو لخوا نیول شوي او وژل شوي دي.

تر اوسه طالبانو د ددغه اعلامیې په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي خو تر دې وړاندې یې رسنیو ته ویلي وو چې په افغانستان کې ټولو ته د دوی د مشر لخوا عمومي عفه شوې او څوک په چا کار نلري.