راپورونه وایي چې د خیبر پښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې د پوليسو له يو مرکز سره نږدې دوه خواجه سرا (اېجړاګان) په ډېرې بې رحمۍ سره وژل شوي دي.
ځايي پوليسو ويلي چې پېښه په يو کور کې دننه شوې ده، دوی د قاتلينو د نيولو هڅې پيل کړې دي.
د پوليسو په وينا تر اوسه د پېښې عاملین او دا چې ولې يې دغه کار ترسره کړې دی، روښانه شوي دنه دي.
د پېښې عیني شاهدانو رسنيو ته ويلي چې له دغو نرښځيانو څخه سرونه غوڅ شوي دي او په ډېرې بې رحمۍ وژل شوي دي.
په پاکستان کې خواجه سره چې څوک يې ایجړاګان او يا هم نرښځي بولي زيات دي خو په خيبر پښتونخوا مختلفو سيمو کې د دغې طبقې وګړي له ډېرو امنيتي ننګوونو سره مخ دي او هر کال ګڼ خواجه سرا په بې رحمۍ سره وژل کېږي.