د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له طالبانو سره په خبرو اخته دي چې د ایران د ابو حق ترې ترلاسه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، د ولسمشر د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په مرسته به له افغانستان څخه د ایران د اوبو د حق اخیستلو هڅې دوام لري.
نوموړی زیاتوي:« د دغه هېواد بهرنی سیاست د اشخاصو په بدلون سره نه بدلېږي او په تېرو درېیو کلونو کې د ایران ټولې هڅې د دې لپاره وې، چې د ایران او افغانستان تر منځ ګډې اندېښنې پای ته ورسېږي.»
بقایي ویلي چې په افغانستان کې د ټیکاو د رامنځته کیدو لپاره د ایران هڅې رغنده دي او د دواړو هیوادنو ترمنځ ښې اړیکې د مسلو په حل کې مرسته کولی شي.
خو طالبانو حکومت بار بار ویلي، چې ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې یې ایران ته د اوبو ورکولو حق تامین کړی دی.