خبرونهنړۍ

اسرائیلو ایران ته د جاسوسۍ په تور اووه کسان نيولي

د اسرائیلو د داخلي امنيت اداره شین بت وايي، له پوليسو سره يې په ګډه د عملیاتو پرمهال يوه اووه کسیزه ډله نيولې چې ايران ته يې د معلوماتو د راټولولو برخه کې د جاسوسۍ هڅه کوله.

دا د ایران له لوري دغه هېواد ته د اسرائیلیانو د جاسوسۍ کولو تازه هڅه ده، تر دې وړاندې يې هم ګڼ کسان د جاسوسۍ په تور نيول شوي دي.

د اسرائیلو د داخلي امنيت ادارې او پوليسو په ګډه خبرپاڼه کې راغلي چې د پلټنو پرمهال يې دغه کسان د دغه هېواد په شمال د حیفا بندري ښار کې نيولي دي.

دغو کسانو باندې تور دی چې د اسرائیلو نظامي اډو او د نظامي انرژۍ په واحدونو کې يې معلومات راټول کړي دي.

پوليسو ويلي دا ډېر لوی امنيتي او ملي جرم دی چې تر اوسه په دغه هېواد کې نه و ترسره شوی.

دغه راز د اسرائیل د داخلي امنيت يو لوړ رتبه چارواکي رسنيو ته ويلي چې دغې ډلې د هېواد ملي امنيت ته زيان رسولی دی.

خو ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

ټاکل شوې چې اسرائیلي څارونوالان به راتلونکو ورځو کې دغه کسان په جرمونو تورن کړي او محاکمې ته به يې وړاندې کړي.

تر دې وړاندې د روان ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې يو اسرائیلي وګړی چې ایران سره په همکارۍ تورن شوی، د اسرائیلو د لومړي وزیر په ګډون د دغه هېواد پر لوړ پوړیو چارواکو د برید د پلان په تور نيول شوی دی.