افغانستانخبرونهځانګړي برخه

پر کابل هوايي ډګر تر برید وروسته طالبانو په خیرخانه او قصبه کې کور په کور تالاشي پيل کړې

د کابل پر نړۍوال هوايي ډګر باندې د افغانستان د ازادۍ جبهې له لوري تر راکټي بريد وروسته نن سهار د کابل په شمال خیرخانې او قصبې سيمو کې طالبانو کور په کور تالاشي پيل کړې او دغه راز يې په لارو کوڅو کې هم چېک پاينټونه ډېر کړي او تالاشي يې سخته کړې ده.

د میزان په ۲۹مه د شپې مهال د کابل له قصبې سيمې پر کابل نړۍوال هوايي ډګر راکټي برید وشو چې لږ تر لږه ۳ راکټونه پر میدان غورځېدلي دي.

د کابل نړۍوال هوايي ډګر

د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې طالبانو ته يې د مرګ ژوبلې ترڅنګ د هغوی يوه جنګي الوتکه هم زیانمنه کړې ده.

بلخوا نن سهار د کابل په شمال کې د قصبې، خیرخانې او کوتل خیرخانې سيمو کې کور په کور تالاشي پيل شوې او دغه راز يې په لارو او کوڅو کې هم چیک پاينټونه ډېر کړي او تالاشي يې سخته کړې ده.

خو طالبانو تر اوسه نه پر هوايي ډګر د برید پخلی کړی او نه يې هم د کور په کور د تالاشۍ د عملیاتو د پيل په تړاو کوم نظر شریک کړی دی.