د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په ایران کې پنځه تنه چې دوه یې افغانان دي د حکومت لخوا په دار ځړول شوي دي.
د بشر حقونو دغې سازمان په یو خبر پاڼه کې چې رسنیو سره شریکه شوې ویلي چې دغه پنځه تنه چې دوه پکې افغانان دي د ایران په قم مرکزي زندان کې د قتل په تور اعدام شوي دي.
د دغه سازمان په خبر پاڼه کې راغلي، چې د یوه بل افغان په ګډون څلور نور کسان د اعدامولو لپاره جلا، جلا بندخونو ته لېږدول شوي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې دغه کسان د کرج په قزل حصاري زندان کې په دار وځړول شي.