د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د سالنګ لویې لارې کاري بهیر لیدلو ته ورغلی دی او اړوند شرکت ته یې لارښونه کړې چې په ټاکلې وخت خپلې چارې بشپړې کړي.
د ټولګټو وزارت ویاند، اشرف حق شناس ویلي، سفر کې د دغه وزارت سرپرست، محمد عیسی ثاني او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم وو.
عبدالغني برادر په دغه سفر کې د سالنګ لویې لارې له تخنیکي کارکوونکو سره په کتنه کې هغوی ته د کار د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړیدو په اړه لازمې لارښونې کړې دي.