د طالبانو په حکومت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، سږ یې کال له ۳۴ زره ډېرو کسانو ته د کار جوازونه ویشلي دي.
د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي ویلي، چې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال په دوهیمه ربع کې ۳۴ زره ۶۰۴ قطعې د کار جوازونه ووېشلي او له دې لارې عواید یې را ټول کړي دي.
نوموړي ویلي؛ د لومړۍ ربعې پر پرتله د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار جوازونو په وېش کې ۶۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ۲۴ زره ۷۶۷ نارینه او ۸۷۱ ښځینهوو ته په امارتي ادارو، ۶ زره ۲۱۶ نرینه او ۱۶ سوه ۲۸ ښځینهوو په خصوصي سکټور او همدارنګه ۱۱ سوه ۲۲ بهرني وګړي په بېلابېلو برخو کې پر رسمي دندو ګمارل شوي دي.
ویل کیږي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان کال په لومړۍ ربع کې هم ۲۲ زره ۴۲۷ قطعې د کار جوازونه وېشلي وه.