د طالبانو ستره محکمه وایي، په خوست ولایت کې ۱۷ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې په اساس اوو کسانو ته دنامشروع اړيکو په جرم او لسو کسانو ته د لواطت او غلا په تور په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچېنې لیکلي، ابتدائيه محکمې د يادو کسانو له ډلې درې مجرمين پر يوه کال او ۸ مياشتې تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا،درې مجرمين پر شپږ ـ شپږ مياشتې تنفيذي بند او له ۲۵ تر ٣٠ دُرو تعزیري سزا، اووم مجرم پر لس مياشتې تنفيذي بند او ۳۹ دُروتعزیري سزا، نهه متهمين پر يوه ـ يوه کال تنفيذي بند او له ۳۰ تر ٣٩ دُرو تعزیري سزا او وروستی متهم پر يوه کال او پنځه مياشتېتنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و. خبرپاڼه کې راغلي، یاد حکم د سترې محکمې د مقام له تائید وروسته پر مجرمينو او متهمينو تطبیق شو