افغانستانخبرونه

طالبانو په انقره کې وسله‌وال برید غندلی دی

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ترکیې پلازمېنه انقره کې د صنایعو پر شرکت “توساش” وسله‌وال برید غندلی او د ترکیې دولت، ولس او د قربانیانو کورنیو ته یې د تلسیت مراتب وړاندې کړي.

یاد وزارت هیله څرګنده کړې، چې د ترکیې ولس او دولت له ورته دردمنو پېښو سره بیا مخ نه شي.

د ویلو ده، چې تېره ورځ د ترکیې پلازمېنه انقره کې د هوایي صنایعو پر شرکت وسله‌وال برید کې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.