افغانستانخبرونه

ملي مقاومت جبهه: په کابل کې مو درې طالب وسله وال وژلي دي

د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې ملي مقاومت جبهې ویلي چې په کابل کې یې د یو برید پر مهال درې طالب وسله وال وژلي دي.

ملي مقاومت جبهې په یو خبر پاڼه کې چې رسنیو سره شریکه شوې د کابل کارته نو سیمه کې د پرونۍ چاودنې مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په دغه برید یې یې درې طالب وسله وال وژلي دي.

په خبر پاڼه کې همدا راز راغلي چې په دغه برید کې د طالبانو وسلې د دوی لاس ته ورغلي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ملي مقاومت جبهې د ددغه ادعا په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.