خبرونهسیمه

ایران: که ناقانونه افغان کډوال د چا په موټر کې ولیدل شي موټر یې ۶ میاشتې درول کیږي

د ایران د تایباد ښار لوی څارنوال حجت صدیقي په دغه ښار کې د ناقانونه ګډوالو پر وړاندې سختې پرېکړې کړي او له خلکو یې غوښتي چې ناقانونه افغان کډوال که په موټر وګرځوي نو سزا به ورکړل.

دغه چاوراکي ویلي چې که ناقانونه افغانان که د سورلۍ په توګه پورته کړي نو شپږ میاشتې به موټرې ودرول شي.

صدیقي رسنیو ته ویلي چې ، چې د روان کال له پیل راهیسې د تایباد په بېلابېلو سیمو کې ۱۶ کورونه چې «ناقانونه» افغانانو ته ورکول شوي وو، په نښه او د مسولانو له لوري تړل شوي دي.

ایران یو له هغه هیوادنو دی چې د مهاجرینو سره د تاو تریخوالي راپورونه ترې ډير ترلاسه کړي، څو ورځې وړاندې د حال ویش په نامه د بشر حقونو ادارې په ایران کې د پوله ساتو ځواکونو لخوا د افغان کډوالو د ډله یزې وژنې راپور ورکړ چې نږدې ۲۶۰ کسان پکې ووژل شول.