د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د ۹۱ میلیونه افغغانیو په لګښت د کندهار د احمدشاه بابا نړۍوال هوايي ډګر د پراختیا پروژه پیل شوه.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال مولوي فتح الله منصور په دې اړه وويل چې د دغه وزارت له لوري د ۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت د احمدشاه بابا نړۍوال هوايي ډګر د پراختیا پروژه پیل شوه.
دی وايي، دغه پروژه کې د هوايي ډګر پراختیا، د رنوې پراختیا او د هوايي ډګر بیارغونه او پراختیا شامل ده.
یاده پروژه به د لسو میاشتو موده کې بشپړه شي.