ځايي سرچینې وايي د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د تېر نظام د اردو یو سرتېری د خپل کور مخې ته د ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط کابل ټیلیګراف ته وويل، د وانټ وایګل د شنیګل سیمې اوسېدونکی دین محمد چې تېر نظام کې د اردو قوماندان و، د خپل کور مخې ته په یوه چاودنه کې وژل شوی.
بلخوا د نورستان د امنیه قوماندانۍ ویاند غلام رحمن حیدري وايي چې یاد کس د شخصي دښمنۍ له امله د رېموټ کنټرول ماین په وسیله وژل شوی دی.