د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کمښت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې که نړیوالې مرستندویه ادارې لاس په کار نشي نو تر ۲۰۳۰م کال به په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه ختمې شي.
د افغانستان لپاره د یونیسف سازمان مسولینو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې اوتنبایوا په کابل ښار کې د یوې سیمې له لیدنې وروسته ویلي، چې په کابل کې د اوبو کمښت یو بشري ناورین دی.
یونیسف پر خپله اېکس پاڼې لیکلي؛ د اقلیمي بدلون له امله د کابل د ځمکې لاندې اوبه مخ په وچېدو دي او که لاس په کار نه شو نو تر ۲۰۳۰م کال به په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه وچې شي.
نوموړي له مرستندویه ادارو څخه غوښتنه کړې، چې ژر ترژره دې د ماشومانو او د هغوی د کورنیو د ژغورنې لپاره لاس په کار شي.