افغانستانخبرونه

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوی چین ته لاړ

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت یو پلاوی د دغه وزارت د اداري او مالي معین په مشرۍ چین ته سفر وکړ.
‏د معلوماتو له مخې یاد پلاوی به د چین د کان کیندنې د همکارۍ د ترویج په کنفرانس کې چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر له ۲۸مې څخه تر ۳۰مې نیټې پورې د دغه هیواد د هونان ولایت په چنګشا ښار کې جوړ شي، ګډون وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال حسام الدین صابري د پلان څارنې او ارزونې عمومي رئیس مولوي عبدالودود حقاني، د څارنې او ارزونې رییس مولوي محمد صادق امین، د منرالونو د پراختیا رییس انجنیر عبدالمتین عابد د چین هېواد په رسمي بلنه یاد هېواد ته تللي.

دې کنفرانس کې د تنظیم کوونکو بنسټونو مشران، د هونان د کانونو د پانګونې او سوداګرۍ بنسټونه، جيولوجيکي اکتشافاتو، د چين د کانونو د لابراتوارونو او کانونو مالي بنسټونو ګډون کړی او په پام کې ده چې دواړه خواوې د دواړو هېوادونو د منابعو د پالیسي او تخنیکي ګټو په اړه خبرې وکړي.