افغانستانخبرونه

بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې ژر د ښځو پر وړاندې فرمانونه لغوه اعلان کړي

د بښنې نړیوال سازمان پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره دې د ښځو او نجونو د بشري حقونو پر وړاندې دې ټول فرمانونه لغوه اعلان کړي.

د بښنې نړیوال سازمان پرون پر خپله اېکس پاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې ښخې او نجونې د خپلو حقونو په برخه کې په زیاتېدوکي ډول له سختو بریدونو سره مخ دي.

دغه سازمان طالبانو ته خبرداری ورکړی چې ژر دې دغه فرمانونه لغوه اعلان کړي ځکه چې پر ښځو او نجونو دا ډول بندیزونه د دوی د ژوند په ټولو برخو اغیزه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسیدو سره سم د ښځو پر زده کړو، کار او تفریحي ځایونو ته په تګ سخت بندیزونه ولګول شول چې په کور دننه او په نړیواله کچه ددغه چارې غنده وشوه.