ایران حکومت پرېکړه کړې چې په زندانونو کې یې بهرني زندانیان خپلو هیوادنو ته واستول شي چې په دغه ډله کې به ۵۷۴ افغان بندیان هم شامل دي چې راتلونکې میاشت به طالبانو ته وسپارل شي.
د ایران لوی څارنوال محمد موحدي ازاد رسنیو ته ویلي، د ایران په زندانونو کې له بهرنیو بندیانو څخه نه یوازې دا چې دغه هېواد ته ګټه نه رسېږي؛ بلکې پر هغوی د دولت زیات لګښت هم کېږي او باید ددغه بندیانو شمیر راکم کړل شي.
موحدي ازاد د افغان بندیانو په اړه وویل:« دغه کمېټه باید په راتلونکې میاشت کې هغه ۵۷۴ افغان بندیان خپل هېواد ته واستوي، چې په اړه یې محکمې وروستۍ پرېکړه اعلان کړې وي.»
د ایراني چاورکو په وینا، چې هېواد یې تېر کال له افغانستان سره دې هوکړې ته رسېدلی چې یو شمېر بندیان به خپل هېواد ته استوي او د هغوی د محکومیت پاتې موده به د خپل هېواد په زندانونو کې تېریږي.