افغانستانخبرونه

د عدالت غوښتونکو میرمنو غورځنګ د ریچارډ بېنېټ د خبرو ملاتړ کړی

د افغانستان د عدالت غوښتونکو مېرمنو غورځنګ د هغې غوښتنې ملاتړ کړی چې، له کاناډا یې غوښتي، له طالبانو سره د خپلو اړیکو عادي کول دې د بشري حقونو د وضعیت په ښه کولو مشروط کړي.

 دغه غورځنګ یلي چې د ریچارډ بینیټ هغه غوښتنه دې منل شي چې یوه اونۍ وړاندې یې کاناډا کې ويلي چې «طالبان دې د خپلو کړنو له امله نړیوالې محکمې ته راکش شي.»

یاد غورځنګ د طالبانو د امربالمعروف د وزیر په هغه خبره هم نیوکه کړې چې ویلي و «د ښځو غږ خپله ښځو ته عورت دی.» او ویلي یې دي چې نړۍ دې د اندېښنو ښکارولو پر ځای د طالبانو د کړنو مخه ونیسي.

هیره دې نه وي چې یو شمېر هیوادنو لکه جرمني، کاناډا، هالنډ او استرالیا د عدالت نړۍوالې محکمې نه غوښتي چې طالبان د عدالت میز ته راکش کړي.