افغانستانخبرونه

د یونسف مشره کاټرین رسل: افغانې نجونې په کم عمرۍ کې د واده له ګواښ سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مشرې اندېښنه ښکاره کړې چې په افغانستان کې له زده کړو بې برخې نجونې په کم عمرۍ کې واده کولو سره مخامخ دي.

کاټرین رسل په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له بشري حقونو او زده کړو بې برخې نجونې په کم عمرۍ کې له واده کولو پرته بله لار نلري.

د یونسف مشرې پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره دې خپل غږ پورته کړي.

نوموړې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو غږ غلی شوی او ناممکنه ده چې هیوادنه دې له نیمايي نفوس پرته پرمختګ وکړي.

د طالبانو بیا واک ته رسیدو سره د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې تړل شوي او د کار حق ترې اخستل شوی دی.