خبرونهنړۍ

هسپانیه کې د سیلابونو را وتلو له امله ۹۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د هسپانیې په ختیځه سیمه والنسیا کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۹۵ تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور لادرکه دي.

دغه سېلابونه په دې هېواد کې په تېرو درېيو لسيزو کې تر ټولو مرګوني سېلابونه بلل شوي او احتمال لري چې د مرګ- ژوبله زياته شي.

د رویټرز په وینا، ویجاړونکي سېلابونو پلونه او ودانۍ ویجاړې کړې، او ځایي هسپانوي چارواکو ویلي چې زیانونه خورا پراخ دي.

د هسپانیا د هوا پېژندنې ادارې په وینا، یوازې په اتو ساعتونو کې، د باران اندازه چې معمولا په یو کال کې اوري، د والنسیا په ځینو برخو کې زياته شوې. دغه بارانونه د لویو لارو د بندېدو او په سېلابونو کې کرنیزو ځمکو د ډوبېدو لامل شوي دي. هغه سیمه چې د هسپانیې دوه پر درېيمه برخه لېمو تولیدوي او په نړۍ کې د لېمويي مېوو یو له لوی صادرونکو څخه ده.

د هسپانیې د سیمه يیزو چارو وزیرې انجیل ویکتور تورېس اعلان کړى چې لا هم د لادرکه شویو کسانو کره شمېره معلومه نه ده او د مړو د شمېر د زیاتېدو احتمال هم ډیر دی.