افغانستانخبرونه

جسټن ټروډو: د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ په قصدي ډول د ښځو د محوه کولو په مانا دی

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو د حکومت تازه اقدام “وحشتناک برید” بللی او غندنه یې کړې.

ښاغلي ټروډو د طالبانو د امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت نوی فرمان چې په عامه ځایونو کې د ښځو پر غږ بندیز لګوي «وحشتناک» بللی او دا یې له ټولنې څخه د ښځو د محو کولو قصدي هڅه بللې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي په ورستیو تازه څرګندونو کې ویلي چې د ښځو لپاره په عامه ځایونو کې حتی د ښځو غږ هم منع دی.

د طالبانو بیا وکمنیدو سره په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ژوند خورا محدود شوی، پر دزه کړو، کار او تفریح ځایونو په تګ یې سخت بندیزونه وضعه شوي دي.