افغانستانخبرونهلوبې

کرکټ: د نولس کلنو افغان ملي لوبډله له پاکستان او اماراتو سره درې اړخيزه لوبلړۍ ترسره کوي.

د افغانستان نولس کلنه کم عمره کرکټ ملي لوبډله نن ماسپښین متحده عربي اماراتو ته روانه شوه چې د پاکستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې د راتلونکې درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره چمتووالی ونيسي.

دغه لوبلړۍ د نولس کلنو د اسيا جام له پیل وړاندې ترسره کېږي چې پکې درې واړه لوبډلې هڅه کوي چې خپله ښه وړتيا ثابته کړي او د اسيا جام د لوبو لپاره چمتو واوسي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس، نصیب خان، له روانېدو وړاندې له افغان لوبغاړو سره په کتنه کې د لوبغاړو پر غوره تمریناتو او بشپړ چمتووالي ټینګار وکړ. هغه هيله وښوده چې افغان لوبډله له پوره چمتووالي سره میدان ته ښکته شي او د افغان ابدالیانو په څېر خپلو هېوادوالو ته ویاړ او خوښي راوړي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان نولس کلنو کم عمره لوبډلې په ۲۰۱۷ کې د اسيا جام اتلولي هم ګټلې چې د پاکستان په شمول يې د هند لوبډله هم ماته کړې وه.