په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازوی نصیراحمد فایق وایي، د طالبانو ظالمانه پالیسیو ښځې او نجونې سختې اغیزمنې کړي دي.
نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۹مې غونډه کې وویل چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیستماتیک جنسیتي توپیر افغان ټولنه له خپلې نیمایي وړتیا څخه بې برخې کړې ده.
ښاغلي فایق په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین په مستند کولو کې د ریچارډ بېنېټ له فعالیته او د هغه لهخوا د بشري حقونو له ملاتړه او پر وړاندې یې د سرغړونو د ثبتولو مننه وکړه.
د نوموړي په وینا، د ریچارډ بېنېټ راپور د هغو مېلیونونو افغانانو لپاره یو جدي او د اندېښنې وړ تصویر ښيي چې دوی د یوه داسې نظام تر سیوري لاندې ژوند کوي چې بنسټیز حقونه یې له پامه غورځول شوي.
هیره دې نه وي چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنیدو سره د ښځو او نجونو پر وړاندې سخت قوانین وضعه شوي، د دوی پر وړاندې د زده کړو دروازې تړل شوي، کار او تفریحي ځایونو ته ته نه پرېښودل کیږي او همدا ډول د ښځې غږ حتا په بلې ښځې او اوریدل حرام ګرځول شوي.