طالبانو پتيېلې چې د ښوونکو ښارګوټي ملايانو ته وويشي.
د طالبانو پوهنې وزارت څخه په ترلاسه شويو مکتوبونو کې ليدل کيږي، چې د طالبانو مشر ملا هبة الله غواړي د ښوونکو لپاره پخواني حکومت کې ځانګړې شوې ځمکې له هغوی واخلي او ملايانو ته يې ووېشي.
په دغو مکتوبونو کې ويل شوي، ښوونکو ته وېشل کېدونکې هغه ځمکې چې د تثبيت، انتقال، سروې، توپوګرافي، خط اندازي او وېش چارې يې پيل ته اماده شوي، نښه دې شي او ټولو هغو ملايانو او مدرسینو ته دې ورکړل شي، چې جهادي سابقه لري او د طالبانو د پوهنې وزارت د ديني تعليماتو معينت په چوکاټ کې برحاله کار کوي.
د مکتوب پر اساس به په هر ولايت او ولسوالۍ کې د ملايانو لپاره ځانګړي ښارګوټي جوړ شي.
په مکتوب کې، د طالبانو پوهنې وزارت خپلو سيمه ييزو ادارو او مسوولينو ته دنده سپارلې، ترڅو د دغو ځمکو د وېش او د ملايانو د ښارګوټي جوړولو لپاره د دوی د برحاله غړو نومونه جدول او ژر تر ژره له دوی سره شريک کړي.
شنونکي وايي په داسې حال کې چې له شپږم پورته د نجونو ښوونځي تړلي او د نورو متقاعدينو تر منځ تقاعد شوي ښوونکي هم د ملا هبة الله په حکم له خپلو حقوقو محروم دي، نو د ښوونکو لپاره د هستوګنې په موخه د ځانګړو شويو ښارګوټو پر ملايانو ويشل به نور هم د اهل معارف او طالبانو تر منځ د کرکې غرونه لوړ کړي.