افغانستانخبرونه

د ازادۍ جبهه: په کابل کې مو ۷ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې ادعا کړې چې کابل کې یې د طالبانو په یو چیک پوسټ برید کړی، درې طالبان یې وژلي او څلور نور ټپیان دي.

دغې جبهې پر خپله ایکس ‌پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې، جنګیالیو یې تېره شپه د کابل په سرای شمالي سیمه کې د طالبانو د پولیسو او اسخباراتو د تلاشۍ د موټرو پر کاروان برید وکړ.

تر اوسه طالبان ددغه برید په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.