افغانستانخبرونه

طالبانو په ننګرهار کې یو مېرمن د عامو خلکو پر وړاندې په دورو وهلې ده

طالبانو د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یوه ښځه د عامو خلکو پر وړاندې «۳۹ دورو» وهلې ده.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کې یادې میرمن ته د کور څخه د تېښې په صورت کې «۳۹ دورو» ورکړل شوي دي.

ددغه میرمنې هویت نه دی په ډاګه شوی.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي وو چې له جولای څخه تر سپټمبر پورې ، طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې په مختلفو ولایتونو کې ۱۱۱ کسان په بېلابېلو جرمنو ترون په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د دغه راپور په یوه برخه کې چې د طالبانو له خوا د خلکو جسمي مجازات يې مستند کړي، راغلي چې طالبانو په دې موده کې ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځې او یوه نجلۍ په درو وهلې ده.

بل پلو تېره میاشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم طالبانو لخوا بدني سزاګانې غندلې دي.