د افغانستان په چارو کې د کاناډا ځانګړی استازی ډیویډ سپرول وايي، که طالبان پر ښځو لګېدلې محدودیتونه لرې نه کړي، نو قضیه به یې د عدالت نویوالۍ محمکې ته وړاندې کړي.
ډيویډ سپرول له کاناډايي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې کاناډا، هالنډ، جرمني او اسټرالیا دغو له طالبانو سره دغه موضوع شريكه کړې ده، خو تر اوسه په دې اړه د دوی له خوا کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی.
نوموړي زیاته کړې چې د «طالبانو له سختو حکمونو» سره سره بیا هم د افغانستان راتلونکي ته هیله من دی.
ډېوېډ سپرول وايي، «طالبان له د خپل تېرې واکمنۍ په پرتله هېڅ بدلون نه دی کړی او په ورته وخت کې دوی د نړیوالې ټولنې له خوا د رسميت پېژندلو په لټه کې دي.»
د سپرل په وینا، طالبان غواړي چې نړيواله ټولنه يې په خپلو شرايطو وپېژني؛ خو دا ممکنه نه ده؛ ځکه طالبان له نړیوالو ارزښتونو او بشري حقونو سره لېوالتيا نه لري.
د کاناډا ځانګړى استازى وايي، چې په افغانستان کې دننه له خلکو سره د طالبانو چلند او رويې په اړه سختې اندېښنې شته او په باور يې چې د افغانانو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره به پر طالبانو فشارونه ډېر شي.
هیره دې نه وي چې تیره میاشت د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې کاناډا، جرمني، اسټراليا او هالنډ په یوه خوله وویل چې طالبان باید د بشر له حقونو د سرغړونو په په تور د عدالت نړیوالۍ محمکې ته راکش کړل شي.