خبرونهنړۍ

کمالا هریس: د ولسمشرې په توګه به د غزې جګړه پای ته ورسوم

د متحده ایالاتو ولسمشرۍ ته نوماندې کمالا هریس ژمنه کړې چې د غزې جګړه به په ټول قوت پای ته رسوي.

کمالا هریس د امریکا په میشګن ایالت کې د ورستي کمپاین پر مهال د غونډې ګډنوالو ته وویل که ټاکنې وګټي نو په غزه کې د روانې جګړې پای ته رسولو له پاره په ټول هغه څه وکړي چې ددغه په واک کې وي.

هرېس د میګشن ایالت په پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل: “د ولسمشرې په توګه، زه به د غزې د جګړې د پای ته رسولو، د یرغمل شویو د خوشې کولو، د غزې د خلکو د کړاوونو د کمولو، د اسراییلو د امنیت د تامین او د فلسطین د خلکو د عزت او ازادۍ د حقونو د ورکولو لپاره ټول هغه څه وکړم چې په توان کې یې لرم.”

نوموړې هڅه وکړه چې په دغه ایالات کې ۲۴۰ راجسټر شویو مسلمانو او عرب توکمو رای ورکوونکو پام ځان ته راواړوي.

د میشګن مسلمانانو په تیرو ټاکنو کې جو بایډن ته رایه ورکړې وه.