په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر په ایران کې د افغانانو د اعدامولو په غبرګون کې ویلي چې په دغه هیواد کې د افغانانو په دار ځړول هېښوونکي دي.
شهرزاد اکبر د ایران حکومت لخوا ددغه اعدامو په اړه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: د ایران حکومت په دې پوهېږي چې افغانستان بې پوښتنې هېواد دی او حاکمان یې هم «نامشروع او ظالم» دي.
نوموړې د طالبانو لخوا د یوې افغانې میرمن د وژنې په اړه لیکلي:« هغو نامشروع واکمنانو چې په وهلو ډبولو یې ۵۵ کلنه بيبي ګل ووژله او خلک یې هم هره ورځ له وېرې په ډلهییزه توګه له هېواده تېښتې ته اړ اېستل کېږي.»
په تېرې یوې میاشت کې په ایران کې ۱۳تنه افغانان اعدام شوي دي.
خو د طالبانو واک ته رسېدو سره له ۲۰۲۲ کال راهیسې په دغه هېواد کې ۹۰ افغانان اعدام شوي دي.