د پاکستان د وفاقي حکومت کابینې پرون د ۲۰۲۵ کال د حج مراسمو په تړاو ځانګړې غونډه کړې او پرېکړه يې کړې چې را روان کال به تر ۱۲ کلنۍ کم عمره ماشومان حج ته د تګ اجازه ونه لري.
د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ دغې غونډې ته د پاکستان د حج او مذهبي امورو د وزارت له لوري د ۲۰۲۵ کال لپاره د حج پاليسي وړاندې شوه چې د کابینې له لوري منظور شوه.
د دغې پاليسۍ يوه مهمه برخه دا وه چې له ۱۲ کلنۍ کم عمره ماشومان به د حج د فريضې ادا کولو لپاره نه ځي.
دغه راز د پاليسۍ له مخې، پاکستاني وګړي به د حج د تر سره کولو لپاره ۱۰لکه او ۶۵ زره پاکستانۍ کلدارې تحويلوي او د حج لویه موده به ۴۲ ورځې او کمه هغه به یې شل ورځې وي.