د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو شارژدافیره کرن ډېکر ویلي چې طالبان دې خبریالان پرېږدي چې په خوندي توګه خپل فعالتونه ترسره کړي.
کرن ډيګر په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په مالوماتو ته لاسرسی د انسانانو بنسټيز حق او باید طالبان افغان خبریالان پریږدي چې د غچ اخیستو پرته خپل کارونه مخته یوسي.
نوموړې تر وړاندې هم د افغان خبریالانو په ملاتړ ویلي و، چې افغان خبریالان له ورپېښو ګواښونو کړېږي او ډېری یې د ځورونې، ربړونې او نیونې سره مخامخ شوي دي.
د اغلې ډيګر په وینا، چې د طالبانو بیا واک ته رسیدو سره د رسنیو فعالیت پېکه شوی او خبریالانو ځان سانسورۍ ته مخه کړې.
نوموړې دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې په افغانستان کې خبریالان د مالوماتو په برخه کې له جدي ګواښ سره مخ دي، ټول رسنیز فعالیتونونه یې سانسور کیږي او په زیات شمیر ولایتونو کې ټلویزونو ته ویل شوي چې ساه روح انځورونه او ویډیوګانې باید خپرې نکړي.