د متحده ایالاتو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د ټاکنو له رسمي پایلو وړاندې خپلو پلویانو ته مبارکي ورکړې ده.
ټرمپ د فلوریدا ایالت په پالم بیج کې خپلو پلویانو د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د امریکا لپاره خپلې کړې ژمنې عملي کوي.
تر دې وړاندې ځينې رسنیو د نوموړي د بریالي کیدو راپورونه ورکړي وو.
ټرمپ دغه بري ته وروسته له هغې نژدې شو چې، په دوو برخلیک ټاکونکو ایالتونو، شمالي کارولینا او جورجیا ایالتونو کې ګټونکی اعلان شو.
پهدې سره د هغه سیالې د ډیموکرات ګوند د کاندیدې او د ولسمشر مرستیالې کمالا هریس لپاره د بري چانس ډېر کم شوی دی.