د نامعلومه وسله والو له لوري د تېرې پنجشنبې په ورځ په مزار شريف ښار کې د انجينر سميع عزيزي په نوم د دغه ځوان تر شهيدولو وروسته، تېره ورځ طالبان د مزار په «شاديان» سيمه کې د نوموړي کور ته ورغلي او د هغه موبايل او ليپ ټاپ کمپيوټر يې له ځان سره وړي دي.
د شهيد انجينر سميع عزيزي خور حبيبه صالحي پخپل ايکس ليکلي، چې طالبان د نومبر پر پنځمه د هغې د پلار کور ته ورغلي دي: «زما د پلار تر توهین او سپکاوي وروسته يې د سميع موبايل، ليپ ټاپ او کاري اسناد له ځان سره وړي دي. زموږ کورنۍ ته يې خبرداری ورکړی، چې موضوع بايد پټه وساتي.»
سميع عزيزي له کار څخه کور ته د ستنېدو پر مهال د تېرې پنجشنبې ورځې مازيګر وويشتل شو.
انجینر عزيزي په جمهوري دولت کې د ۴۰۴ ميوند قول اردو د مطبوعاتي امر او د هرات ۶۰۶ انصار زون کې د معلوماتي او ټکنالوژۍ مسوول په توګه دندې ترسره کړې وې.