خبرونهنړۍ

امریکا یو افغان وګړی رسماً د ډونالډ ټرمپ د وژنې په دسیسه تورن کړ

د متحده ایالاتو حکومت، یو افغان رسما د ایران سپاه پاسداران له لورې د ټرمپ د وژنې په دسیسه تورن کړی.

د امریکا وزارت د ۵۱ کلن افغان فرهاد شاکري پر ضد د رسمي تورونو قضیه پرانیستله، چې پکې ادعا شوې ده ته هدف ورکړل شوی و، چې د ټرمپ وژنې لپاره باید یو پلان ترتیب کړي.

د عدلیې وزارت په وینا، د سپاه پاسداران یوه چارواکي شاکري ته ویلي و چې که له ټاکنو وړاندې یې ټرمپ ترور نه شو کړای؛ نو دغه چاره دې له ټاکنو وروسته ترسره کړي.

د امریکا حکومت وايي، ښاغلی شاکري نه دی نیول شوی او باور دا دی، چې نوموړی په ایران کې دی.

امریکایي څارنوالانو ویلي، شاکري ته تر دې وړاندې هم په امریکا کې د امریکایي او اسراییلي چارواکو سپارښتنې شوې وې؛ خو د سپاه پاسداران چارواکو ډېر ټینګار په دې کاوه، چې خپله ټوله پاملرنه باید د ټرمپ په ترور ورټوله کړي.

د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، فرهاد شاکري د ایران د سپاه پاسداران له‌خوا ګومارل شوی و، هغه په ایران کې ژوند کړی او په ماشومتوب کې امریکا ته مهاجر شوی دی او په ۲۰۰۸ کال کې د غلا په تور ۱۴ کاله بندي شوی و او بیا د همدغه تور له امله له امریکا اېستل شوی و.