افغانستانخبرونه

د هند او افغانستان د سوداګرۍ کچه ۶۵۰ میلیون ډالرو ته پورته شوې

‏د طالبانو په حکومت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي چې د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په لسو میاشتو کې، له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۶۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي؛ هندوستان ته د افغانستان عمده صادراتي توکي وچ انځر، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام دي او همدا رنګه له هند څخه د افغانستان په عمده وارداتي توکو کې بوره او د صنعتي فابریکو خام مواد شامل دي.

تر دې وړاندې هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو، د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په نهو میاشتو کې د افغانستان او چین ترمنځ د ۵۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د راکړې ورکړې خبر ورکړی و چې له جملې څخه یې ۱۲ میلیونه صادرات او ۵۳۶ میلیونه یې واردات وو.