په پام کې ده چې د طالبانو حکومت یو پلاوی به ازربایجان په باکو کې د اقلمي بدلون په نړوال کمنفرانس کې ګډون وکړي.
د نړیوال اقلمي بدلون کنفرانس ب روانې میاشتې په ۱۱مې پيل شي اړ تر ۲۲ تاریخ به دوام وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې موضوع په څرګندولو سره ویلي، چې د دغې ډلې سیاسي انزوا باید د دې لامل نه شي، چې په نړۍوالو اقلیمي غونډو کې د دوی د ګډون مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېر ځل په مصر او متحده عربي اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون غونډه کې د ګډون هڅه کړې وه، خو بریالي نه شول.
د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال ویلي و، چې افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد دی.