خبرونهنړۍ

زلمی خلیلزاد: پاکستانی پوځ دې د سیاسیت په ځای د خپلو وګړو امنیت ته توجه وکړي

د دوحې په سولې توافقنامه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کویټې چاودنې ته په غبرګون کې ویلي چې پاکستانی پوځ دې د سیاست پر ځای د خپلو اخلکو امنیت ته توجه وکړي.

خلیزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې خپله ټوله انرژي په سیاسي، عدلي او اقتصادي برخو کې لګولې ده.

نوموړی لیکي: «په دې وروستیو میاشتو کې ورته ګڼ بریدونه یوه خبره څرګندوي، چې د پاکستان پوځي بنسټ ته پکار ده، چې خپلو اصلي مسولیتونو ته پام وکړي، یعنې د پاکستاني وګړو د خوندیتوب او امنیت ساتلو ته.»

د راپورونو له مخې په کویټه ښار کې د یوه اورګاډي په تمځای کې د چاودنې له امله د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون ۳۱ کسان وژل شوي او څه باندې ۶۰ تنه نور ټپيان دي.

د ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال رامخته شوي چې په کور دننه په پاکستاني پوځ د سیاسي لاسوهنو سختې نیوکې روانې دي او پوځ په پاکستان کې د امنیتي حالاتو په خرابولو تورنوي.