په هسپانیه د ویجاړوونکو سیلابونو او کمزوري مدیریت ورسته خلکو په لاریونونو لاس پورې کړی او د اړونده چارواکو د دندو د ګوښه کولو غوښتنه کوي.
دغه لاریونونه د هسپانیې په والنسا سیمه کې شروع شوي چیرته چې سیلابونو سخت زیانونه واړوا او نږدې ۲۲۰ کسان پکې مړه شول.
لاریون کوونکي چې د والینسیا په مرکز کې راټول شوي، د سیمه ییز حکومت د مشر کارلو مازون د استعفاء غوښتنه کوي.
لاریونکوونکو په خپلو بینرونو لیکلي «زموږ لاسونه پر خټو رنګ دي ستا لاسونه پر وینو.» ځینو لاریونوالو په خټول لړلي بوټان د دولتي ودانې څخه بهر غورځولي.
د ځپل شویو سیمو اوسیدونکو مازون تورن کړی، چې د اکتوبر د ۲۹ مې پر ماښام په اته بجو ډېر ناوخته، کله چې ډېری ښارګوټي او کلي اوبو نیولي وو، خبرتیا خپره کړه.
خو مازون بیا ویلي، چې هغه به دا خبرتیا وخته خپره کړې وای که چیرې چارواکي د اوبو د څارنې د رسمي ادارې له خوا د وضعیت د جدي کیدو په اړه خبر شوي وای.