د طالبانو حکومت وایي چې په مختلفو ولایتونو کې یې د یووشتو ستر کانونو له موندلو ورسته د کیندنې چارې پېل کړي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په پلازمېنه کابل، هرات، غور، پروان او تخار ولایتونو کې دغه کانونه پیدا شوي او د کیندنې چارې یې پیل کړې دي.
یاد معاونیت وړاندې وايي، دغه ۲۱ ستر کانونه د اوسپنې، سرو زرو، یاقوتو، سربو، جست، باریت، ډبرو سکرو، کرومایټ او د سیمنټو د معدني موادو درلودوونکي دي.
تر دې وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په افغانستان کې د ۱۶ نورو سترو د کیندنو د پیل خبر ورکړی وو.