د طالبانو امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویلي چې د ښځو ترمنځ د خبرو کولو په اړه دې وزارت د چارواکو خبرې تحريف شوي او غلط مفهوم ترې اخیستل شوی.
د لمانځه د شرایطو په اړه د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزیر شیخ خالد حنفي ته په یوه منسوب غږیز پیغام چې څه موده وړاندې د دې وزارت پر ایکس پاڼه خپور شو، د شرعي احکامو په اساس پکې ویل شوي دي چې ښځې په خپلو کې سندرې خو څه چې حتی تکبیر لا نه شي ویلای.
ددغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر رسنیو ته ویلي، دوه ښځينه په خپلو کې له خبرو کولو نه دي منع شوي.
خیبر ویلي هغه فتوا ردوي چې څو ورځې مخکې د طالبانو د امربالمعروف د وزیر قوله ورکړل شوې وه.