افغانستانخبرونه

طالبانو د هند په ممبۍ کې د پاسپورټ د ویش چارې پیل کړې

طالبان وايي چې د هندوستان په ممبۍ کې یې د افغانانو له پاره کونسلي خدمتونو او پاسپورټ د ویش چارې پیل کړي دي.

په ممبۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ رسنیو ته ویلي چې نن دوشنبه یې په دغه ښار کې د کونسلي خدمتونو ترڅنګ پاسپورټ د ویش چاې پیل کړي دي.

تر دې وړاندې په هند کې افغان زده کړیالانو شکایت کړی وو چې د قانوني اسناد نه لرلو له امله جدي ننګونو سره مخ دي.

له بلې خوا په نورو هېوادونو کې مېشت یو شمېر افغانان وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ بېرته راتګ او په نړیواله کچه د دوی نا مشروعیت دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.